د لاس رسي وړ اتصالات

میرمن بینظیربوتو د بم چاودني وژلې نه د توپک ډز


د برتانیې د سکاټلینډ یارډ د پولیسو تحقیقات کونکی دې نتیجې ته رسیدلی دي چی د پاکستان مخالفه مشره او پخوانۍ صدراعظمه بینظیر بوتو د ځان مرگه د بم په چاودنه کی ووژل سوه نه د توپک په ډزو کی . تحقیقات کونکو د خپلو تحقیقاتو نتیجه نن د جمعې په ورځ اعلان کړه . هغه د ډیسیمبر په ٢٧ مه په راولپینډۍ کی وژل شوې وه . تحقیقات کونکو وویل چی د بم په چاودنه کی چی دیوه سړي له خوا وشوه د میرمن بوتو سرته سخته صدمه رسیدلې وه .

مخکی داسی ویل شوی و چی د هغې په قتل کی دوو تنو لاس درلود . د برتانیې د پولیسو دغه تحقیقات کونکي د پاکستان د حکومت په بلنه را غوښتل شوی وو او څه دپاسه دوې هفتې په دې تحقیقاتو بوخت وو . ددوی تحقیقاتو هم د پاکستان مخکنی نظر تایید کړ . مگر د میرمن بوتو د پاکستان د پیپلز پارټۍ یوې نطاقي شیری رحمان د برتانیي د پولیسو د تحقیقاتو نتیجه رد کړه او ویې ویل چی هغه د توپک په ډز وژل شوې ده

XS
SM
MD
LG