د لاس رسي وړ اتصالات

دامریکا یو قوماندان وائې په پاکستان کې دتروریزم گواښ زور اخلی


دامریکا دپوځ لوړ رتبه قوماندان وائې، په پاکستان کې دافراطی مسلمانانو گواښ ورځ په ورځ زیاتیږی چې وائې، په صوبه سرحد کې دالقاعدی غړو او افراطی طالبانو پناه اخیستی ده . دامریکا دسمندری قواو ستر جنرال مائک مولن چې دلوی درستیزانو دکمیټی رئیس دی، وائې، ترورستان دپاکستان په قبائلی سیموکې دحملو لپاره روزل کیږی چې په پاکستان، افغانستان او خارج کې بیا حملی کوی .

دسمندری قواو سترجنرال مولن نن دشنبی په ورځ په اسلام ابادکې دجمهوررئیس پرویز مشرف او دپاکستان دلوی درستیز اشفاق پرویزکیانی سره دغونډی نه وروسته داتبصره وکړه . دامریکا دپوځ دغه دلوړ رتبه قوماندان وویل، ځانمرگی چاودنی دننه په هیواد کې زیاتی شویدی او وی ویل، دارنگه ترورستی فعالیت پاکستان او امریکا دواړوته یوگواښ دی . دسمندری قواو ستر جنرال داخبره هم وکړه چې دی پدی عقیده دی چې دپاکستان اتمی جبه خانه محفوظه ده او دی اندیښنه نلری چې گنی اتمی وسلی دی دترورستانولاس ته ورشی .

XS
SM
MD
LG