د لاس رسي وړ اتصالات

په صوبه سرحد کې د انتخابا تی مبارزی په غونډه کې دبم چاودنه


په صوبه سرحد کې دانتخاباتی مبارزی په غونډه کې ځانمرگی برید وشو چې لږترلږه شل تنه پکې وژل شوی او٢٥ تنه نورزخمیان دی . دپاکستان دکورنیو چارو وزیر حامد نوازوائې، نن دشنبی په ورځ دصوبه سرحد دچارسدی په ښارگوټی کې دعوامی نیشنل پارټی په غونډه کې دبم ځانمرگی چاودنه وشوه .دغه یوسیکولرگونددی چې اکثره غړی ئې پښتانه دی . ښاغلئ نوازوائې، دغه چاودنه دگوند دمشر افراسیاب خټک سټیج ته نژدی وشوه چې هغه غونډې ته خبری کولی . ښاغلی خټک وروسته بیا دډان تلویزن ته وویل، هغه ددغې حملی روغ رمټ راوتلی دی . په مړو کې دامنیتی چارو دوه تنه ماموران هم شته دی .

دتیر کال دډیسمبر په میاشت کې یو سرتیری بریدکونکی دچارسدی په ښارگوټی کې په یو جومات کې دکورنیو چارو پخوانی وزیر په نښه کړی و. په دغه حمله کې څه دپاسه پنځوس تنه وژل شوی وو. نن دشنبی په ورځ دغه چاودنه په داسی وخت کې وشوه چې سیاسی گوندونو دروانی میاشتی داتلسمی ‏(‎١٨ ‏)‎ نیټی نه دمخه چې پارلمانی انتخابات پکې کیږی، انتخاباتی مبارزی ته زور ورکړیدی . دډیسمبر په میاشت کې دپخوانې صدراعظمې بینظیر بهتو دوژل کیدو نه وروسته گډوډې پیدا شوه او ددغې گډوډې په علت دجنوری دمیاشتی پارلمانی انتخابات ځنډیدلی و.

له بلی خوا دمیرمن بهتو میړه آصف زرداری ژمنه وکړه چې دخپلی وژل شوی ښځی دماموریت پیروی کوی . هغه نن دشنبی په ورځ دسند په صوبه کې په جنوب ختیځ ښارگوټی تاټا کې دانتخاباتی مبارزی یوی غونډی ته وینا کوله. زرداری دپاکستان دپیپلز پارټی په زرگونو پلویانو ته خبری کولی چې دمیرمن بهتو دوژل کیدو نه راپدی خوا دلومړی ځل لپاره جوړه شوی وه .

XS
SM
MD
LG