د لاس رسي وړ اتصالات

گیتس د ناټو پر هېوادونو د افغانستان سره د مرستى غږ کړېدى


د امرېکا د دفاع وزېر رابرټ گېټس اروپاېې هېوادونو ته مستقېما خواست کړېدى چې افغانستان ته نور عسکر ولېږى چې په افغانستان کې په جگړه کې برخه واخلى.

ښاغى گېټس نن د جرمنى په مېونېخ کې په کلنى امنېتى نړېوال کنفرانس کې خبرى وکړې.

هغه ووېل چې د اسلامى افراطېت خطر رېښتېنى دى او اندېښنى ېې څرگندى کړې چې ډېر اروپاېې هېوادونه شاېد دده د وېنا له مخى د افراطېت د مستقېم خطر اندازه د اروپاېانو امنېت ته درک نکړى.

هغه خبردارى ورکړ چې د افغانستان د حآلاتو په سبب ناټو په ېوه دا سى سازمان باندى بدلېږى چې ېوه ډله ېې غواړى چې جگړه وکړى او بله ېې نه غواړى چې جگړه وکړى.

کاناډا گواښ کړېدى چې که دناټو نور غړى هېوادونه خپل عسکر افغانستان ته ونه لېږى نودوى به هم خپل عسکر له افغانستان نه وباسى.

د گېټس دا وېنا دامرېکا د هغې مبارزى په برخه کې تازه ټېنگار څرگندوى چې د ناټو متحدېن دېته هڅوى چې د ا فغانستان لپاره نور عسکر او نورې منابع په کار واچوى چى له طالبانو سره جگړه وکړى.

XS
SM
MD
LG