د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو ېو قوماندان وايي په افغانستان کې د ناټو عسکر کم دى


د ناټو ېوجگپوړه جنرال وايى دغه اېتلاف په افغانستان کې جگړه نده باېللې خو همدومره ده چې په کافې اندازه چټکۍ سره ېې نه گټى.

جنرال جان کراډاک چې د امرېکا اواوروپايي قوماندانى مشرهم دى نن ېې ووېل په داسى حال کې چې ناټو په افغانستان کې دا مامورېت قبول کړېدى خو هېڅکله ېې هم په کافى انداره عسکر ورته ندى برابر کړى چې دغه مامورېت سر ته ورسوى.

دغه جنرال ووېل چې ناټو عسکر په افغانستان کې له درى کنډکو نه زېات کم دى. داتقرېبا ٣٦٠٠ عسکرو ته رسېږ ى. جنرال کراډاک ووېل دافغانستان په ثبات کې د نورو عسکرو له موجودېت سره نور پر مختگ وشى.

جنرال کراډاک داخبرې د جرمنى د مېونېخ په ښار کې وکړې . دى د امرېکا ددفاع له وزېر رابرټ گېټس سره داروپاېې امنېت په کلنى کنفرانس کې ملگرى و.

ېو تازه رپوټ چى د ناټو دېو پخوانى امرېکا ېې قوماندان جنرال جونز جېمز په مشرى د ماهرانو ېو ې ډلى لېکلى دى، خبردارى ورکوى چې افغانستان له دې خطر سره مخامخ دى چې د ېوه ناکام دولت ورته ووېل شى - ځکه چې هتله په کافى اندازه نظامى قواوې نشته او له دغه هېواد سره په کافى اندازه اقتصادى مرسته نه کېږى.

د امرېکا نظامى چارواکېو دا اټکل کړېدى چې په افغانستان کې اوه زره عسکرو کمبوت موجود دى. په همدى سبب تېره امېاشت وعده وشوه چې ٣٢٠٠ عسکر به د اپرېل په مېاشت کې افغانستان ته د اوو مېاشتو لپاره ولېږل شى.

د امرېکا دمتحده اېالاتو حکومت غواړى چې ناټو دغه کمبوت عسکر پوره کاندى اوکله چې دامرېکا عسکر ولاړسى نو دوى دومره عسکر برابر کړىچې دهغوى ځاى ونېسى.

XS
SM
MD
LG