د لاس رسي وړ اتصالات

اېرانېان د خپل اسلامى انقلاب ٢٩ مه کلېزه لمانځي


د اېران جمهور رئېس، محمود احمدى نژاد، وايي دده هېواد به د خپل اټومى پروگرام په سر له جنجال نه په شا ولاړنشى.

ښاغًلى احمدى نژاد نن ددوشنبى په ورځ په هغه غونډه کې چې د اېران د اسلامى انقلاب د ٢٩ کلېزې د لمانځلو په سبب جوړه شوې وه دا خبرى وکړې.

په لسهاو زره اېرانېان ددغې ورځې د لمانځلو لپاره راټول سوي ول. په مظاهره کې ډېرو خلکو د ( مرگ پر امرېکا ) نارې وهلى.

جمهور رئېس احمدى نژاد په تهران کې خلکو ته ووېل چې غربى قوتونه چې پراېران باندى فشار راولى چې له خپل اټومى پروگرام نه تېرشى ( له کاغذ سره لوبى کوى ېا کاغذ پرانى کوى.)

هغه ددې خبرى اعلان هم وکړ چې اېران هېله لرى چې راتلونکى کال ته خپله اولنى مصنوعى سپوږمى چې په اېران کې جوړه شوېده، فضاته والوزوى.

تهران ددى مېاشتى په سر کې د ېوه راکټ ازموېنه هم وکړه چې په نړېواله ټولنه کې ېې اندېښنى را وپارولى

XS
SM
MD
LG