د لاس رسي وړ اتصالات

پولېسو په کشمېرى بېلتون غوښتونکېو باندې اوښکې بهوونکى گاز استعمال کړل


د هندى کشمېر پولېسو په هغو مظاهره چېانو باندى اوښکى بهوونکي گاز استعمال کړېدى چې د ېوه مشهور بېلتون غوښتونکى قوماندان د اعدام کلېزه ېې لمانځله او پولېس ېې په کاڼو او ډبرو وېشتل.

رپوټ وايي د ېوې ورځې دغه مظاهره د جمو کشمېر دازادئ جبهې په نامه تنظېم کړې وه. مظاهره چېانو د محمد مقبول بټ چې ددغه تنظېم بېسټ اېښودونکى و، د مرگ کلېزه لمانځله.

محمد مقبول بټ په ١٩٨۴ مېلادى کال کې ېعنى له نن نه ٢۴ کاله مخکى په نوى ډېلى کې په دار وځړول سو. په هغه باندى دا تور لگول سوى و چې د استخباراتو ېو مامور ېې وژلى دى.

نن د مظاهرى او اعتصاى په سبب دوکانونه اوکاروبار له ېوې مخې بند و. پولېس وايي چې امېنتى قواو لږ تر لږه پنځه کسان د ېکشنبى دورځې راهېسى وژلى دى.

چارواکى وايي د کشمېر په بغاوت کې تراوسه پورې ۴٥ زره کسان وژل شوېدى. د کمشېر ېاغى ډلې له هند نه دکشمېر استقلال اوخپلواکى غواړى اوېاېې له پاکستان سره ېوځاى کول غواړى.

که څه هم کشمېر دهند اوپاکستان ترمنځ وېشل شوېدى خو دواړه هېوادونه په ټول کشمېر باندى دعوه کوى.

XS
SM
MD
LG