د لاس رسي وړ اتصالات

په بغداد کې په دوو  چاودنو کې یوولس کسان وژل شوي دي


په داسې حال کې چې د امریکا د دفاع وزیر رابرت گیتس عراق ته خپل دوه ورځنی سفر پای ته رسوي، ددغه هېواد په پایتخت بغداد کې د موټر بم په دوو چاودنو کې یوولس کسان وژل شوي دي.

پولیس وايي دواړه بمونه تقریباً په ېوه وخت کې د بغداد په جنوبي برخه او د جدریې په سیمه کې وچاودیدل.

د اسوشیتد پرس دخبر سره سم د بغداد په سیمه کې د پوځ د ویاند جنرال قاسم الموسوي په قول دغه چاودنې دهغې ودانۍ د تخرېب لپاره وې چې ظاهراً په کې سني مشرانو چې د القاعدې پر ضد دي خپله غونډه دایره کړې وه.

دا حملې په داسې حال کې کیږي چې د امریکا ددفاع وزیر رابرت گیتس دغه هیواد ته خپل دوه ورځنی سفر پای ته رسوي.

ده د خپل سفر په جریان کې وویل چې په عراق کې امنیتى حالت کمزورى دی.

گیتس همدارنگه د امریکايي قوماندان جنرال داوید پتراس خبره تائیده کړه چې ممکن د عراق نه د ابتدايي وتلو د پروگرام د پیل نه وروسته د قواوو په را ایستلو کې څه ځنډ وشي.

XS
SM
MD
LG