د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان قانونپوهانو عمومى اعتصاب اعلان کړېدى


د پاکستان قانونپوهانو نن په ټول پاکستان کې اعتصاب پېل کړېدى چې په جنرال مشرف باندى فشار راولى چې د سترې محکمى پخوانى قاضى بېرته پخپله وظېفه وگومارى. او نور قانپوهان چې توقېف شوېدى، هغوى خوشى کړى.

د پاکستان د قانونپوهانو ېوې موسسى دغه اعتصاب تنظېم کړى دى. ټاکل شوېده چې هغوى به دغه اعتصاب ته ددې مېاشتى اتر اتلسمى نېټى پورې چې د پارلېمانى انتخاباتو ورځ ده دوام ورکړى.

د پاکستان جمهور رئېس، پروېز مشرف د سترې محکمى رئېس، افتخار محمد چوهدرى، او ېو شمېر نور قاضېان وروسته له هغه نه بر طر ف کړل چې د تېرکال د نومبرپه مېاشت کې ېې په پاکستان کې اضطرارى حالت اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG