د لاس رسي وړ اتصالات

انتخابات: د وژل شوي بینظیر بوټو گوند به 'اکثریت رایه وگټي'


ډیر تحلیل کوونکي پدی باور دي چې په پاکستان کې د فبرورې میاشتې په اتلسمه کیدونکي پارلماني انتخاباتو کې به د وژل شوی بینظیر بوټو گوند د هغه پر وژنه د زړه سواندې ترڅنگ اکثریت رایه وگټي.

یو بل گوند چې د پخواني صدر اعظم، نواز شریف لخوا رهبري کیږي، وړاندوینه کوی چی په ډیرو ښارونو کې به څه وکړي خو حاکم گوند د پاکستان مسلم لیگ قاید اعظم گروپ، د مخ په پنجاب کې خپل بریالیتوب لري - کوم چې تر ټولو پر نفوسه ایالت دی.

هغوئ په پارلمان کې د ٣۴٢ څوکیو څخه ١٨٣ همدا اوس لري. ددی ټول خبرو سره سره دغه گوند د یو عیب سره یوځای مخکی روان دی. د ملي شورا د یارلس او د ولایتي شورا اتلس کاندیدان د دوه هغو وزیرانو په گډون چې د کابینی وتونکي دي، ددغه گوند څخه ځان جلا کړی دی.

او د پاکستان چارواکېو په لسهاو زره عسکر په ټول هېواد کې ددې لپاره ځاى په ځاى کړېدى چې بله اونى د پاکستان پارلېمانى انتخابات دى.

د پاکستان د کورنېو چارو د وزارت نطاق جاوېد چېمه نن دسه شنبى په ورځ ووېل د پاکستان پوځ د فبرورى داتلسمى نېټى نه مخکى دامنېت د ټېنگولو لپاره اقدامات کړېدى.

هغه ووېل ې هېچاته به اجازه ورنکړل شى چې په انتخاباتو کې گډو ډى راولى.

د انتخاباتو نه مخکى په تشدد او مرگ ژوبله کې زېاتوالى راغلى دى.

نن تقرېبا نهه کسان هغه وخت ژوبل شول چې دانتخاباتو ددفتر په مخکى ېو باېسېکل چې چاودونکى مواد ور پورى تړل شوى وو د بلوچستان په صوبه کې وچاودېده.

XS
SM
MD
LG