د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کی د امنیت د ټنیگولو د پاره په لس هاو زره پوځیان اچول سوي دي


په ټول پاکستان کی د راتلونکو انتخاباتو په وخت کی د امنیت د ټنیگولو د پاره په لس هاو زره پوځیان اچول سوي دي.

د داخله وزارت، نطاق جاوید اقبال چیما، وایی د پاکستان پوځیان د انتخاباتو په وخت کی د امنیت د ټینگولو دپاره په ټول هیواد کی ځای پر ځای سوي دی.

چیما وایی دغه عسکر به په ټول هیواد کی د رایو په څه باندی څلور شپېته زره مرکزونو کی وانه چول سی. دی وایی د هری سیمی محلی پولیس د فبروری پر اته لسمه د رایه یگری په ورځ د رایه ورکونکو امنیت تامینوی.

دغه ټول ترتیبات د دې دپاره نیول سوي دي چی خلک د سولی او نظم په فضا کی پرته له وېری او ډار څخه خپلی رایی ورکړی. هیڅ چاته به اجازه ورنه کړه سی چی د رایه گیری جریان گډوډ کړي او یا د نظم او قانون په خلاف حرکت وکړی.

هرهغه څوک به چی د انتخاباتو د کېدلو مخنیوی کوي په سخته سزا ورسېږی. په پاکستان کی امنیتی وضع په دې وروستیو میاشتو کی ډېره خرابه سوې ده او د القاعده او طالبانو سره تړلي توندروان پر امنیتی قواو او سیاستمدارانو باندی د بمونو ځان مرگي حملې کوی.

پخوانۍ صدراعظمه بېنظیر بوټو د تېر ډسامبر په میاشت کی د انتخاباتی مبارزې له یوې غونډی څخه د روانېدلو نه وروسته په ډزو او د بمب په ځان مرزگې حمله کی ووژل سوه.

د هغه وخته راهیسی پرله پسې ځان مرگي حملې سوي دی، په سل هاو کسان پکښی قتل سوي دي او دا وېره یې را پیدا کړې ده چی د انتخاباتو په جریان کی به دغه راز حملې وسی.

دغه راز د خلکو سره دا اندېښنه ده چی که د جمهور ریس پروېز مشرف پر حکومت باندی په رایه گیری کی د ډېر زیات غبن کولو تورونه ولگېدل نو سیاسی ناکراری به پیل سی.

د داخله وزارت نطاق جاوید اقبال چیما وایی د پاکستان د انتخاباتو د څارلو دپاره څه باندی زر تنه ناظرین او ژورنالیسټان راځی.

حکومت د بین المللی څارونکو او د مطبوعاتو د کسانو د کارونو د اسانولو دپاره ډېر ښه ترتیبات نیولي دي څو دوی خپلی وظیفې په ښه توگه سرته ورسوی او څوک یې د کارونو مخه ونه نیسی.

دوی چی هر ځای ته یې زړه غواړی هلته تللای سی او حکومت به د هغوی د امنیت غم خوری.

په داسی حال کی چی په ټول پاکستان کی پوځیان ځای پر ځای سوي دي مقاماتو په افغانستان کی د هغه هیواد د سفیر د پیدا کولو دپاره تلاښ پیل کړی دی.

طارق عزیزالدین د دوشنبې په ورځ په یوه قبایلی سیمه کی، چی دداړه مارانو او توندروانو ځاله ده، ورک سو. دغه سفیر د پېښور له ښار څخه کابل ته روان وو چی د پاکستان د خیبر په علاقه کی ورک سو.

د پاکستان مقامات دا نه وایی چی دغه ډیپلوماټ به چا برمته کړی وي. مقامات پر هغو محلی رپوټونو باندی د تبصرې کولو څخه ډډه کوی چی وایی توندروانو د ملا منصور داد الله د خوشی کېدلو په بدل کی ددغه سفیر دخوشی کولو پېشنهاد کړی دی. د پاکستان ملېشو هغه د دوشنبې په ورځ ونیوی.

ضمنا د پاکستان پولیس وایی د هغه هیواد د اټومی انرژی د کمېسیون دوه تنه کار کونکي د دېره اسماعیل خان په علاقه کی تښتول سوي دي.

پولیس وایی دغو کسانو جیولوجیکی سروې کوله چی د خپل موټروان سره د توپک په زور وتښتول سول.

XS
SM
MD
LG