د لاس رسي وړ اتصالات

په صوبه سرحد کی درې عسکر وژل شوی دي


پاکستاني چارواکي وایی چی په صوبه سرحد کی د سړک په غاړه د بم په چاودنه کی چی د اردو د موټرو یوه کتار ته نژدې وسوه درې عسکر وژل شوی دي.

مامورین وایی چی دا پېښه نن د باجوړ د قبایلي سیمي د خار په ښارگوټی کی سوې ده. سمدستی چا څه نه دي ویلي چی دا چاودنه چا کړې ده .

پرون په سوات کی د هغه چا موټر ته د بم چاودنه وسوه چی راتلونکو انتخاباتو ته یې ځان کاندید کړی دی.

دې چاودني دوه تنه ووژل او څو نور یې چی خپله کاندید هم په کی شامل و، زخمیان کړل.

مقاماتو وویل چی کاندید مفتی حسین احمد نومیږی او د طالبانو د طرفدار اسلامي گوند غړی دی. حمله هغه وخت وسوه چی د مفتی حسین احمد موټر د انتخاباتو د غونډي د ځای نه را ووت.

دا نه ده معلومه چی دا حمله چا کړې ده

XS
SM
MD
LG