د لاس رسي وړ اتصالات

عراقي چارواکي وایي چی ایران د امریکا سره غونډه ځنډولې ده


عراقي چارواکي وایی چی ایران د امریکايي ماهرانو سره هغه غونډه ځنډولې ده چی ټاکل شوې وه د عراق په امنیتی چارو باندی یې وکړی.

تهران ددې پریکړي په باب کوم علت نه دی څرگند کړی او کومه نوې نېټه یې هم نه ده ورته ټاکلې.

اسوشیټیډ پریس خبري آژانس د امریکا د سفارت د یوې نطاقي له قوله ویلي دي چی دا اوس څرگنده شوې ده چی ایران خبرو ته تیار نه دی.

ټاکل شوې وه دا غونډه سبا د جمعې په ورځ په بغداد کی وسی او دا به د عراق د امنیت په باب څلورم روڼ خبري وې.

امریکایی او ایرانی مامورینو تیر کال په بغداد کی سره وکتل او په خپل منځ کی یې په دیپلو ماتیکي تماسونو باندی د ٢٧ کالو بندیز مات کړ .

XS
SM
MD
LG