د پاکستان د پولیسو یوه جگپوړي چارواکي وایی هغو اسلامي توندلارو چې بینظیر بوټو یې و وژله، غوښتل د لال جمات په پېښه کې د خپل وژل شوي ملگري غچ واخلي.
حسین گل او د هغه تربور رفاقت تېره هفته، په ٢٧ د دسمبر په راولپنډۍ کې د یوې سیاسي جلسې په پای کې د بېنظیر بوټو د وژل کېدو په تور نیول شوی دی.
د پاکستان د پولیسو جگپوړي چارواکي چودري عبدالمجید چې د بوټو د وژنې په پلټه بوخت دی، په راولپنډۍ کې خبریالانو ته وویل چې حیسن گل په نومبر کې د بوټو د وژنې پلان شورو کړی وه.
د هغه یو دوست د جولای په میاشت کې د اسلام اباد په لال جمات کې د پوځ لخوا په عملیاتو کې وژل شوی و.
په دغه پېښه کې شا او خوا سل کسه وژل شوي و. ښاغلي مجید و ویل: "د بلال دوست چې اسلامي توند روی و، له ده سره یو ځاې یې د اټک په سیمه کې د هزرو په کیلې کې دیني زده کړې تر سره کولې، په لال جومات کې له پوځ سره په جگړه کې و وژل شو. بلال غوښتل د هغه غچ واخلي. د لیاقت باغ په برید کې پنځه کسانو لاس درلود، سعید چې د بلال په نامه مشهور دی، په خپله په بوټو ډز وکړ او بیا یې ځان په بم والوځاو"
که چېري اول برید ناکامه شوی وای، نو دویم برید کونکی، اکرام الله به په بوټو برید کړای وای. مجید و ویل چې کله بوټو په اول برید کې و وژل شوه، نو اکرام الله له راولینډۍ څخه نامالوم لوري ته وتښتېدو.
مجید زیاته کړه چې د پیښې په شپه دواړو برید کونکو شپه د حیسن گل په کور کې تېره کړې وه. حیسن گل بلال ته خپلې چشمې ورکړې او دواړه یې د پیښې ځای ته ورسه ول. خو ښاغلي مجید دا و نه ویل چې د دغه برید سرچینه چېري ده.
امریکا او پاکستاني چارواکي شک لري چې په شمال لودېځ پاکستان کې د بیت الله مسعود او القایده په دغه پیښه کې لاس لري. د سه شنبې په ورځ پاکستاني پولیسو د بوټو د وژنې په شک دوه تورن کسان محکمې ته را وستل.
بل لور په هیواد کې د اخو ډب سره سره د راتلونکي دوشنبې په ورځ کېدونکو پارلماني انتخاباتو لپاره تاری پوره په زور روان دی. په کراچۍ ښار کې، د متحده قومي تحریک یا ایم کېو ایم غړي د انتخابانو لپاره په پوره وس سره تیاری نیسي.
زیاتره خلک باور لري دغه گوند به د کراچۍ ټولې څوکۍ وگټي. د گوند یو تن مشر فاروق ستار و ویل: ستار سیاسي گوندونه د خلکو را پاڅولو، یومټۍ کولو او تنظیمه ولو لپاره خپل وس کوي.
چې له انتخاباتوره د خلکو علاقه پیدا کړي او دوی ته د خپلې رایې قدر ور وښايي. دا یواځي یو مسلویت نه بلکه فرض کار هم دی. د چار شنبې په ورځ د مسلم لیگ گوند مشر نواز شریف هم د پنجاب په چکوال ښار کې د خپلو ملاتړو یوې لویې غونډې ته وینا وکړه.
ښاغلي شریف خپلو ملاتړو ته و ویل که ده ته رایې ورکړي نو د دې مانا به له واک څخه د مشرف لري کول وي.