د لاس رسي وړ اتصالات

یاغي طالبانو نیمروز کی څلور پولیس وژلي دي


افغان چارواکي وایی چی مشکوکو یاغی طالبانو د ملک په لویدیځ کی د پولیسو په یوې گزمې باندی پټه حمله کړې ، څلور پولیسان یې وژلي او دوه یې زخمیان کړی دي . مامورینو نن وویل چی یاغیانو دا حمله د پنجشنبې په ورځ د نیمروز په ولایت کی وکړه .

له بلي خوا د هلمند پولیسو د پنجشنبې په ورځ وویل چی دوه ملکیان هغه وخت ووژل سول چی موټر یې د سړک په غاړه په بم برابر سو . د امریکا په مشري عسکر او افغان قواوی د افغانستان په جنوبي سیمو کی چی د پاکستان سره گډ سرحد لری د یاغیانو د پټیدو په ځایونو پسې گرځی چی پیدا یې کړی .

XS
SM
MD
LG