د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانی سیاستمداران ددوشنبی دورځی دانتخاباتونه دمخه خپل انتخاباتی مبارزه ختموی


پاکستانی سیاستمداران ددوشنبی دورځی دانتخاباتونه دمخه انتخاباتی مبارزه پای ته رسوی : پاکستانی سیاستمداران ددوشنبی دورځی دانتخاباتونه دمخه خپل انتخاباتی مبارزه ختموی چې کیدای شی دجمهوررئیس پرویزمشرف دراتلونکی په باب پکې پریکړه وشی . دولسې جرگې او دڅلورو ایالتی اسمبلولپاره انتخاباتی مبارزه نن په محلی وخت دشپی په دولسو بجو باید پای ته ورسیږی .

دښاغلې مشرف دجمهوری ریاست دمقام لپاره انتخابات نه کیږی مگر هغه گوندونه چې دښاغلې مشرف ملاتړکوی ،په انتخاباتوکې ماتی وخوری نوکیدای شی چې له هغه نه په پارلمان کې پوښتنی وشی . مخالف گوندونه داتورلگوی چې کیدای شی په انتخاباتو کې ټگی برگی وشی او گواښ ئې کړیدی چې که دوی گمان وکړی چې په انتخاباتو کې ټگی برگی شویده نو دوی به لارو کوڅو ته راووځی . ښاغلې مشرف وعده کړیده چې انتخابات به شفاف وی مگر هغه خبرداری ورکړیدی چې دانتخاباتونه وروسته به احتجاجی مظاهری ونه زغملی شی . په هیواد کې په لسگونو زره انتخاباتی حوزی دی او یواتیا میلونه کسان درایه ورکول مسِتحق دی . دامریکا یولوړ رتبه سناتوربه په پاکستان کې دانتخاباتوڅارنه کوی. واشنگټن وائې، که په پاکستان کې انتخابات په عادلانه توگه ترسره نشی نودغه هیواد ته دمرستو په ورکولو باندی له سره غوروکړی .

ډیموکرات سناتور جوسیف بائډن پرون دجمعی په ورځ خبریالانوته وویل، دنظامی مرستو کمول یوازینی وسیله ده چې واشنگټن لدی لاری نه دښاغلی مشرف په حکومت باندی فشارراوستلی شی . دعفوی بین المللی مؤسسی پرون دجمعی په ورځ وویل، درایه ورکولونه دمخه دبشری حقوقونه زیاتی سرغړونی شویدی او مخالف کاندیدان پوره کړول شویدی . دآسیا لپاره دعفوی دبین المللی مؤسسې مدیر ټی.کماردامریکا دبهرنیو چارو دوزیری کانډولیزا رائس نه وغوښتل چې په ښاغلی مشرف باندی فشارراوړی چې دارنگه سرغړونی پای ته ورسوی .

XS
SM
MD
LG