د لاس رسي وړ اتصالات

ماوست یاغیانو دهند په ختیځ کې دیارلس دپولیسو صاحب منصبان وژلی دی: 


په سلگونو ماوست یاغیانو دهند په ختیځ کې دپولیسو په ماموریتونو باندی په حملو کې لږترلږه دپولیسو دیارلس صاحب منصبان او یوملکی تن وژل شویدی . دپولیسو ماموران وائې، دحملوپه وخت کې یاغیانو وسلی لوټ کړی .دغه حملی پرون دجمعی په ورځ داوریسا په ایالت کې لږترلږه په دو ښارگوټی کې شوی وی . په دغو حملوکې لږترلږه دپولیسو یولس صاحب منصبان زخمیان شویدی چې دځینو زخمونه کاری دی . دډیسمبر دمیاشتی په اخر کې دهند په ختیځ کې له زندان نه تقریبآ دری سوه ماوست یاغیان تښتیدلی وو.

دغه یاغیان چې دنکزلټیانو په نامه یادیږی، دنیسمنودحقوقو ، دبی ځمکی دهقانانواو له پامه دغورځول شوو کاسټونو لپاره مبارزه کوی.دوی په مرکزی اوختیځ هند کې عملیات کوی . دوی اکثره وخت په کلیوالو سیموکې عملیات کوی ، اکثره وخت دپولیسو په ماموریتونو باندی حملی کوی او دولتی شتمنی تباه کوی .

XS
SM
MD
LG