د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې په ېوه نوې چاودنه کې ٣٧ کسان ووژل شول


د کندهار د پولېسو چارواکى وايي د بم په هغه چاودنه کې چې هدف ېې په سپېن بولدک کې د کاناډا دعسکرو کاروان و نن ددوشنبى په ورځ لږ تر لږه ٣٧ کسان قتل شول.

تردې ېوه ورځ مخکى په همدغه سېمه کې تر سلو نه زېات کسان په ېوه ځان وژونکى پېښه کې مړه شول. چارواکى وايي د نن ورځې په برېد کې لږتر لږه ٣٠ کسان چې ملکېان دى زخمى شول په دې جمله کې درى کاناډايي عسکر هم شامل دى.

دغه حمله دکندهار د سپېن بولدک په اولسوالۍ کې کې چې د پاکستان سرحد ته نېژدى پرته ده وشوه. د کندهار والى اسدالله خالد دوخته ووېل چې د ېکشنبى دورځې په حمله کې چې د سپېود جنگولو په شاوخواکې وشوه، دمړو شمېر ترسلو نه زېات شوېدى.

پخوانى اټکل داو وچې د اتېا کسانو په شاوخواکې به مړه شوي وي. د کندهار والى خالد ددغه برېد پړه پر طآلبانو باندى ور اچوى خو طالبانو د والى دغه ادعا رد کړېده.

والى خالد ووېل په شلگونو کسان چې زېاتره نارېنه اوهلکان وو هغه وخت زخمېان شول چې د سپېو د جنگولو دمسابقې ننداره ېې کوله.

افغان چارواکى وايي ددغى حملى څرگند هدف د محلى پولېسو قوماندان عبدالحکېم جان و، نوموړى له خپلو ٣٢ پولېسانو سره ووژل شو.

عېنى شاهدان وايي له چاودنى نه وروسته ، ېو شمېر پولېسانو په خلکو باندى ډزې پېل کړى او نور خلک ېې هم مړه او زخمېان کړل.

-----------------------------

XS
SM
MD
LG