د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پارلمانی انتخابات


پاکستانی رایه ورکونکی ددوشنبی دورځی د پارلمانی انتخاباتولپاره چې ډیر انتظار ورته ایستل شویدی، په داسی وخت کې تیاری نیسی چې ډیری بمی چاودنی پکې شویدی.

پرون د شنبی په ورځ د افغانستان سرحد سره نژدی د مخالف سیاسی گوند په غونډه کې یو سرتیری بم چاودنه وکړه چې لږترلږه ۴٧ تنه پکې ووژل شول او گڼ شمیر نورزخمیان دی.

د دوشنبی دورځی د پارلمانی انتخاباتو له کبله تقریبآ څلور سوه زره پولیسان او اتیا زره پوځیان ځای په ځای شویدی.

ددغو عسکرو او پولیسانو دځای په ځای کولو علت هغه سیاسی تاوتریخوالی دی چې په تیرو میاشتو کې پیښ شو او په سلگونو کسان پکې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG