د لاس رسي وړ اتصالات

امرېکا کاسووا په رسمېت وپېژندله


د امرېکا د متحده اېالاتو حکومت کاسوو د ېو مستقل او ازاد هېواد په حېث په رسمېت پېژندلى دى. د امرېکا خارجه وزېرې کانډو لېزا راېس نن ددوشنبى په ورځ دمبارکى په وېنا کې داخبره څرگنده کړه او وې وېل چې دا ېوه تارېخى پېښه ده.

د امرېکا جمهور رئېس جورج بش د کاسو وا د استقلال په برخه کې دامرېکا ملاتړ ېوځل بېا تائېد کړېدى.

ښاغلى بش دامرېکا د اېن بى سى تلوېزېون ته نن ووېل چې دکاسوو خلک اوس استقلال لرى. هغه ووېل چې دامرېکا حکومت به دکاسوو په برخه کې د ملگرو ملتونو د پلان ملاتړ وکړى.

ښاغلى بش نن ددوشنبى په ورځ په افرېقا کې د خپل سفر په دوران کې داخبرى وکړى. په داسىحال کې د اروپاېې اتحاد خارجه وزېران په دې برخه کې په بروکسل کې ملاقات کوى چې د کاسو وا داستقلال په اعلان باندى بحث وکړى.

د اروپاېې اتحاد غړېو هېوادونو ووېل چې دوى په دې موافقه لرى چې په سېمه کې دامن او ثبات لپاره کار وکړى خو هرېو به ازاد وى چې کاسو وا په رسمېت پېژنى که نه . په دې لړ کې اسپانېې، قبرص، ېونان، سلوواکېا، او رومانېې وېلى دى چې دوى په فې آلحال د کاسوو حکومت په رسمېت ونه پېژنى.

په داسى حال کې چې برتانېې ، جرمنى ، او اېتالېې وېلى دى چې دوى به ېې په رسمېت وپېژنى خو هغوى دوخت په باب تفصېلات ورنکړل.

XS
SM
MD
LG