د لاس رسي وړ اتصالات

انتخابات: داسی ښکاري چې د مشرف گوند ماته خوړلی ده


په پاکستان کې د پارلماني انتخاباتو د دوشنبې ورځی په څرگندو شوو نتایجو کې داسی ښکاري چې د جمهور رئیس پرویز مشرف گوند د دوه سیاسي مخالفو گوندونو لخوا ماته خوړلی ده.

د نن سه شنبې ورځی غیر رسمي نتایج ښئ چې د مشرف حاکم گوند مسلم لیگ ق څخه د مسلم لیگ ن چې مشری یې پخوانی صدراعظم نواز شریف کوي او د خلکو گوند چې مشری یې فقید بینظیر بوتو کوله سیټونه گټلي دي.

د فرانسی خبري اژانس د رپوټ له مخې د مخالفو سیاسي گوندونو پلویان سرکونو ته راوتلی وو او د خوشالیو په لمانځلو یې د شریف او بوټو نومونه اخستل.

د حاکم یو ویاند وویل چې دوی گټونکو گوندونو ته مبارکي وایې او که چیرته په ټولو نتایجو کې هغوئ بریالي شي نو د مسلم لیگ ق گوند به د هغوی بریالیتوب ته احترام او ورسره به همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG