د لاس رسي وړ اتصالات

د مشرف سېاسى انډېوالانو په انتخاباتو کې خپله ماتى ومنله


د پاکستان د جمهور رئېس پروېز مشرف سېاسى انډېوالانو په دې اعتراف کړېدى چې ددوشنبى ورځ په پارلېمانى انتخاباتو کې ېې ماتى خوړلى ده.

د پاکستان په پارلېمانى انتخاباتو کې دوه گوندونو تر اوسه پورې زېاتى راېې گټلى دى.

د پاکستان د مسلم لېگ قاېد اعظم گوند مشر چوهدرى شجاعت حسېن نن خبرېالانو ته ووېل چې دده د گوند غړى د انتخاباتو نتاېج منى او دېته چمتو دى چې په پارلېمان کې دمخالف گوند نقش ولرى.

هغه ووېل چې د انتخاباتو نتاېج د خلکو د ارادې او فېصلى نتېجه ده. دانتخاباتو وختى نتاېج دا څرگندوى چې دو ژل شوې مشرې بېنظېر بهټو گوند د نواز شرېف د مسلم لېگ له گوند نه مخکى روان دى.

دا تر اوسه پورې معلومه نده چې دا دواړه گوندونه به په کافى اندازه چوکى ولرى او که نه چې په پارلېمان کې اېتلافى حکومت جوړ کړى او پروېز مشرف له قدرت نه لېرى کړى.

د مخالفو سېاسى گوندونو ملاتړ کوونکي د خپلى کامېابۍ د لمانځلو په ترڅ کې سړکومنو ته راوتلى دى او د نواز شرېف او بېنظېر بهټو نومونه ېادوى.

د پاکستان د پېپلز گوند چارواکى وايي چې دانتخاباتو ابتداېې نتاېج د ډاډ وړ دى خو دوى دا نېت لرى چې د خپلى کامېابى د اعلان لپاره وروستېو نتاېجو ته انتظآر وباسى.

د پاکستان جمهوررئېس پروېز مشرف وعده کړېده چې له نوي حکومت سره همکارى وکړى او ددى پروابه نه کوى چې کوم گوند ېې گټى.

هغه ووېل چې دانتخاباتو نتاېج د ملت اوازدى او دده په شمول ېې هرڅوک باېد ومنى. رپوټ وايي چې دانتخاباتو وروستى نتاېج به نن د سه شنبى په ورځ ناوخته اعلان شى.

XS
SM
MD
LG