د لاس رسي وړ اتصالات

د کیوبا جمهور رئیس، فیدل کاسترو، د سه شنبې په ورځ استعفی ورکړه


د کیوبا ناروغ جمهور رئیس، فیدل کاسترو، د سه شنبې په ورځ استعفی ورکړه. کاسترو د څه باندې نیمه پیړی واکمني نه وروسته پرون ویلي دي، هغه به د جمهوري ریاست د راتلونکې دورې لپاره ځان کاندید نکړې.

د کیوبا د کمونست گوند په ورځپاڼه گرانما کې د فیدل کاسترو تر لاسلیک لاندې په خپور شوي لیک دا ډول راغلي دي: ”زه به نه د دولت د اجرائیه شورا د ریاست او د پوځ د اعلی قومندانی د مقام هڅه وکړه او نه به یې قبول کړم."

ددې اعلان سره په عملي ډول د کیوبا د یو اتیا کلن واکمن کاسترو، پنځوس کلنه واکمني پای ته ورسیده او په رسمي ډول یې د هغه ورور راوول کاسترو ته د واک واگې په لاس کې ورکړې.

راوول کاسترو د تیرو اتلسو میاشتو راهیسي د فیدل کاسترو د ناروغی په مهال په موقت ډول د حکومت چارې پرمخ بیولې.

فیدل کاسترو په پنځوس کلنه واکمنی کې د امریکا په ملاتړ د بې اف پیگز د کودتا، په کیوبا کې د ځای پر ځای شوي روسي مزایلو او واشنگټن ترمنځ د اتومي جگړې د امکان او د سړې جگړې د دوران په گډون د ډیرو ځانمرگي بریدونو نه روغ وتلی دی.

کاسترو د اوږدې گیرې، جگ قد، شین رنگې دریشي، او سیگار سره د څو لسیزو راهیسي د سوسیالزم د پاڅون سمبول گڼل کیده.

حتی په داسي حال کې چې لویدیځ ډوله دموکراسي تقریباً په ټوله نړې کې خوره شوه، د یولس میلیونه نفوسو د کیوبا په نوم ددې وړې جزیرې واکمن بیا هم د سوسیالزم او یا مرگ په شعار کلک ولاړ وو.

فیدل کاسترو په یوې هسپانوي نژاده مهاجرې کورنی کې په کال ١٩٢٦ کې زیږیدلی وو او د هوانا د پوهنتون نه یې د قانون او اجتماعي علومو سندونه ترلاسه کړل.

په کال ١٩۴٨ کې واده وکړ او په شپږ پنځوس کې د خپلې میرمن سره بیل شو. کاسترو یو زوی لري. کاسترو د پوهنتون په دوره کې د کیوبا د ازادی د اتل جو مارتي د مفکورې لاروی شو او د لاتیني امریکا د یو والي او نیشنلزم لپاره یي مټي ونغښتلې.

کاسترو د کولمبیا د ازادی او ډومینیکن جمهوریت د ازادی په جگړو د برخې اخیستنې نه وروسته په کال ١٩٥٣ کې په کیوبا کې د یوې ناکامې کودتا رهبري وکړه چې تقریباً ټول ملگري یې ووژل شول.

بالاخره کاسترو په کال ١٩٥٩ کې واک ته ورسید او پخوانی واکمن امریکا پلوه باتیستا د هیواد نه وتښیتید.

امریکا د کاسترو حکومت په رسمیت وپیژانده خو ډیر ژر ددې دواړو هیوادونو ترمنځ هغه وخت اړکې خرابې شوې چې کاسترو د پخواني رژیم ٥٨٢ جگپوړي چارواکی ووژل او کمونیستي اقتصادي نظام رامنځ ته کړ.

په راتلونکې کال کې کاسترو امریکا ته سفر وکړ او د جمهور رئیس نیکسن سره یې د لیدو ترڅنگ د شوروی د هغه وخت رهبر خروشیف ته هم غاړه ورکړه او د نژدې همکاریو ژمنې وکړې.

د هغې ورځې نه راپدیخوا د فیدل کاسترو په رهبری کیوبا د خپل شمالي گاونډ امریکا سره په ټکر کې واقع دی.

په تیرو پنځوسو کلونو کې امریکا په دې باور وه چې د فیدل کاسترو نه وروسته به په دې هیواد کې د هغه جوړ کړی نظام له منځه ولاړ شي خو داسي ښکاري چې کاسترو پلوه د کیوبا دویم نسل هم د هغه په لاره د کیوبا رهبري ته چمتووالي نیولی دی.

راول کاسترو وایي د فیدل تشه یوازي او یوازي د کیوبا کمونست گوند ډکولی شي.

XS
SM
MD
LG