د لاس رسي وړ اتصالات

احمدى نژاد: اېران به هېڅکله خپل اټومى پروگرام په ټپه و نه دروي


د اېران جمهور رئېس محمود احمدى نژاد وايي اېران به هېڅکله هم له خپل دې حق نه چې اټومى پروگرام ولرى، تېرنسى.

د اېران جمهور رئېس محمود احمدى نژاد نن د چارشنبى په ورځ په ډېر افتخار ووېل چې اېران خپل جنجالى اټومى پروگرام ته ادامه ورکړه او د نړى قدرتونه ېې په گونډو کړل.

توقع ده چې محمد البرادعى دملگرو ملتونو داټومى اېنرژى دڅارنى دادارې مشربه ډېر ژر داېران د اټومى پروگرام په برخه کې ېورپوټ خپور کړى.

د اروپاېې اتحاد د ېپلوماتانو تېره اونى ووېل چې اېران د ېورانېمو دگازو په تصفېه کولو باندى پېل کړېدى که څه هم مقدارېې ډېر کم دى.

دا اقدام د ملگرو ملتونو دامنېت د شورى له غوښتنوسره مخالف دى. د ملگرو ملتونو دامنېت شورى غواړى چې اېران حساس اټومى فعالېتوونه بند کاندى.

د ملگرو ملتونو دامنېت شورى درى ځلې پر اېران باندى بندېزونه لگولى دى او واېې چې که اېران د ېوررانېمو دغنى کولو بهېر په ټپه ونه دروى نو د درېم ځل لپاره په بندېزونو لگولو باندى غور کوى.

د اېران حکومت په دې برخه کې وايي چې دوى ددې لپاره اټومى ټکنولوژى ته انکشاف ورکوى چې برېښنا تولېد کاندى.

اېران دوه نورې اټومى بټۍ جوړوى او توقع ده چې سږکال ېې دکال په اخر کې پرانېزي. خو د امرېکا متحده اېالات او انډېوال هېوادونه ېې دا اندېښنه لرى چې اېران له خپل اټومى پروگرام نه دا کار اخلى چې اټومى وسلې جوړې کړى.

دامرېکا متحده اېالاتو او روسېې داېران د توغندى د ازموېولو په کار باندى چې ددى مېاشتى په سر کې ېې وکړ هم اندېښنه ښودلى ده.

خو اېران ووېل چې دوى دغه توغندى چى په خپله ېې جوړ کړى دى ددى لپاره ازموېلى دى چې ېوه څېړ نېزه مصنوعى سپوږمى فضاته وتوغوي.

XS
SM
MD
LG