د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان مخالف گوندونه غواړی یو ائتلافي حکومت جوړ کړی


ټاکل شوې د پاکستان دوو غټو مخالفو گوندونو مشران نن د پنجشنبې په ورځ په اسلام آباد کی سره وگوری او د یوه ائتلافي حکومت په جوړیدو باندی خبري وکړی، چی دا حکومت یې جمهور رئیس پرویز مشرف را وپرځولای شی.

د پاکستان پیپلز پارټۍ او د پاکستان د مسلم لیگ نواز گوند ددې هفتې په سر کی په پارلماني انتخاباتو کی د ښاغلي مشرف په گوند باندی بریالي شول.

جمهور رئیس مشرف وایی چی دی په نظر کی نه لری چی استعفی وکړی او د هماهنگۍ او اتحاد په اساس یې د ائتلافي حکومت جوړیدل غوښتي دي.

د پاکستان د پیپلز پارټۍ مشر او د وژل شوي پخوانۍ صدراعظمي مېړه آصف زرداری ویلي دي چی دغه گوندونه غواړی د پارلمان هغه واک اختیار بیا را ژوندی کړی چی د پاکستان د جمهور رئیس په وخت کی کمزوری شوی دی.

زرداري مخکی د پاکستان د عوامي ملي گوند د مشر سره کتلي دي او شاید دغه گوند هم په خپل ائتلاف کی شامل کړی.

له بلي خوا پولیسو په هغو تقریبا سلو مدافع وکیلانو باندی چی په کراچي کی یې مظاهره کړې وه اوښکي بهونکی گاز استعمال کړ او شپږ تنه یې په کی ونیول.

هغوی د حکومت نه غوښتني کولې چی هغه قاضیان دي بیرته مقرر شی چی د تیر نومبر په میاشت کی د جمهور رئیس پرویز مشرف له خوا د اضطراري حالت د اعلانیدو په وخت برطرفه شوي وو.

یو بل خبر وایی چی د انتخاباتو د لومړنیو نتیجو نه داسی ښکاري چی د صوبه سرحد خلکو د تندروه اسلامي گوندونو نه چی په دې وروستیو کلونو کی یې په دغي سرحدي قبایلي سیمي باندی کنټرول درلود مخ اړولی دی.

عوامي ملی گوند چی سیکولر گوند دی او نورو سیکولرو ډلو چی ددین او دولت چاري سره بیلوي په دې سیمه کی په وروستیو انتخاباتو کی بریالي شوي دي.

XS
SM
MD
LG