د لاس رسي وړ اتصالات

نن په کابل کې په مورنۍ ژبه د زده کړې له نړیوالې ورځې څخه لمانځنه وشوه


نن په کابل کې د یوې لویې غونډې په ترڅ کې په مورنۍ ژبه د زده کړې له نړیوالې ورځې څخه لمانځنه وشوه، دا لویه غونډه چې د کابل د پولیتخنیک د لویې جرګې په خیمه کې جوړه شوې وه.

د حکومت د چار واکو د ګډون برسیره قومي مشرانو، د پارلمان غړو، دپوهنتونونو زده کوونکو او په سلګونو عامو خلکو پکې برخه اخیستې وه.

دغونډې برخوالو په یوه خوله په افغانستان کې په مورنۍ ژبه زده کړې او ښوونې غوښتنه کوله، دافغانستان دپوهنې وزیر، حنیف اتمر غونډې ته وویل چې وزارت یې ټول هغه څه چې له وسعې یې پوره وي ترسره کوي.

هغه وویل د هر ماشوم لپاره په مورنۍ ژبه زده کړه کول قانوني حق دی او له دې حقه به دفاع کوي. دې غونډې ته د یونسکو د مشر کویچیرو ماستورو پيغام هم ولوستل شو.

پدې پیغام کې راغلي وو چې د یوه قوم اقتصادي، کلتوري او ټولنیز ژوند بقا د هغه قوم د مورنۍ ژبې له لیک لوست پورې تړ او لري.

د فبرورۍ یو ویشتمه هر کال په نړۍ کې د یونسکو لخوا په مورنۍ ژبه د زده کړې د ورځې په نوم لمانځل کیږي چې افغانستان سږکال له دې ورځې یادونه وکړه.

XS
SM
MD
LG