د لاس رسي وړ اتصالات

ښاغلى بش د خپل افرېقاېې سفر په ترڅ کې لاېبېرېا ته ورسېده


د امرېکا جمهور رئېس جورج بش وايي امرېکا غواړى چې د لاېبېرېا له خلکو سره مرسته وکړى چې د وحشت ناکو شراېطو نه را ووزى او خپل ژوند په ښه ډول دامېد اوسولى په هېله سنبال کړى.

ښاغلى بش نن داخبرى د لاېبېرا په پاېتخت مونرو وا کې هغه وکړې چې دى اومېرمن ېې لورابش هلته په مونرو واکې له الوتکى نه را ښکته شول.

ښاغلى بش دافرېقا دپنځو هېوادونو په سفر تللى دى او لاېبېرېا دهغه د سفر په پلان کې وروستى هېواددى چې ور رسېدلى دى.

ښاغلى بش به نن د لاېبېرېا له جمهوررئېس اېلېن جانسن سېرلېف سره مخکى له دېنه چې نن ناوخته واشنگټن ته راستون سى ملاقات وکړى.

توقع ده چې د امرېکا جمهور رئېس به نن اعلان وکړى چې د لاېبېرېا شاگردانو ته د نوى تعلېمى کال له پېل سره سم ېوملېون نسخى درسى کتابونه برابر کړى شى.

دغه افرېقاېې هېواد کو شش کوى چې د څوارلس کلن کورنى جنگ له سختو شراېطو نه راووزى. د لاېبېرېا په کورنى جنگ کې په سوونو زره کسان ووژل شول. دغه کورنى جگړه په ٢٠٠٣ کې پاېته ورسېدله.

XS
SM
MD
LG