د لاس رسي وړ اتصالات

عراقی شعیه ملا دامریکا او عراق قواوسره داوربند موده اوږده کړیده


عراقی شعیه افراطی ملا مقتدا الصدر دشپږو نورو میاشتو لپاره اوربند اوږد کړیدی چې په هیواد کې دتاوتریخوالی په کمولو کې ئې پوره نقش لوبولی دی . هغو ملایانو چې دالصدر پلویان دی، نن دجمعی دلمانځه په وخت کې دمهدی دملیشی او دامریکااو عراق دقواوترمنځ داوربند دمودی داوږدولو اعلان وکړ.

دامریکا ماموران وائې، دجون دمیاشتی نه راپدی خوا اوربند په عراق کې دتاوتریخوالی په کمولو کې یو مهم عنصر دی چې شپیته فیصده ئې کم کړیدی . نن دجمعی په ورځ دبم په یوه چاودنه کې چې په بگۍ کې ایښودل شوی و، لږترلږه یوتن پکې ووژل شو او سمدستی په بغداد کې د بگیو په تگ راتگ باندی بندیزولگول شو. پولیسان وائې، په تکریت کې دموټربم چاودنه شوی چې لږترلږه دوه تنه پکې ووژل شول او څلورنورزخمیان دی . هیچا ددغو حملو مسؤلیت په غاړه ندی اخیستی .

XS
SM
MD
LG