د لاس رسي وړ اتصالات

انتخابات: کلنتن اوس یی خپله ټوله پاملرنه د اوهایو او تکساس ایالتونو ته اړولې ده


هلري رادم کلنتن پداسې حال کې د شنبې په روځ د اوهایو په ایالت کې پر خپل انتخاباتي رقیب برک اوباما باندی خپلوانتقادونو ته زور ورکړی دی چې د جمهوري ریاست د کاندیدی دپاره به دهغې راتلونکې په همدی ایالت کې د لومړنیو گوندي انتخاباتو نه وروسته معلومه شي.

هغې دیموکرات سناتور برک اوباما سره په یولسو ایالتونو کی دا سیالي بایلو ده نو اوس یی خپله ټوله پاملرنه د اوهایو او تکساس ایالتونو ته چې ټاکل شوی هلته دا گوندی انتخابات د مارچ په څلورمه پیل شَي، اړولې ده.

هغې د سنسنه تي په یوه پوهنتون کی د وینا نه وروسته خبریالانو سره مرکه هم وکړه.

XS
SM
MD
LG