د امریکا په مشری ائتلاف قواوی وائې، د افغانستان په جنوب کې د یاغی طالبانو په خلاف عملیاتو کې دوه ملکی کسان وژل شویدی.
نظامی اعلامیه وائې، پرون د هلمند په ولایت کې عملیات شوی چې یو شمیر یاغیان پکې وژل شوی وو. د ائتلاف قواوی وائې، دوی د طالبانو د مشر پسی گرځیدل چې ډزی ورباندی وشوی.
ماموران وائې، یوه ښځه او یو ماشوم په هغه کوټه کې ووچې افراطیانو د ائتلاف په قواو باندی په ډزو کې له هغې نه کار اخیسته.
له بل پلوه نن د یکشنبی په ورځ د موټرو هغه کاروان چې د کندهار والی پکې و، د سرک د غاړی په بم باندی ور برابر شو.
هغه له دغې حملی بچ شویدی مگر دری پولیسان پکې وژل شوی او دوه نور زخمیان دی. ماموران وائې، والی د قومی مشرانو له هغې غونډې نه راستون شوی و چې د کوکنارو دله منځه وړلو لپاره جوړه شوی وه.
ددغې حملی مسؤلیت هیچا په غاړه ندی اخیستی.