په داسې حال کې چې په کوزوو کې پوره یوه هفته د خپلواکۍ جشن ولمانځل شو، دلته په واشنگټن کې د یکشنبې په ورځ د صربیانو په لسهاوو تنو پلویانو د سپینې ماڼۍ مخې ته د کوزوو د استقلال پر ضد مظاهره وکړه.
دغه مظاهره سوله ییزه وه او اعتراض کوونکو یو شمېر شعارونه پورته کړي و چې پرې لیکلي و: کوزوو، صربیا ده!
د مظاهرې یوه برخه وال ویل، کوزوو یواځې په دې خاطر چې د یو نژاد نفوس پکې ډېر شوی، له صربیا څخه باید جلا نه شي.
د صربیا خلک کوزوو ته ډېر اهمیت ورکوي او هغه د خپل اورتودوکس مذهب مرکز گڼي.