د لاس رسي وړ اتصالات

سناتور بایډن: افغانستان باید بیا هیڅکله د القایدی پناه ځای نه شی


هغه ویلی دی چی که په افغانستان کی امریکا ناکامه شی نو ورپسی گاونډی هیواد پاکستان هم نشی کامیابیدای.

جو بایډن چی د سنا د بهرنیو چارو د کمیټی ریس هم دی، پرون د مشرانو جرگی د خارجی روابطو په شورا کی په وینا کی دا خبره کړیده.

ده وویل افغانستان باید بیا هیڅکله د القایدی پناه ځای نه شی، ځکه چی د ده خبره افراطیان به خپله ټوله توجو پاکستان ته واوړی.

سناتور بایډن همدغه راز خبردارئ ورکړ چی که امریکا په افغانستان کی ناکامه شوه نو د ناټو ناکامی به ډیره لیری نه وی.

ښاغلی بایدن وویل ددغه اتلاف دپاره اوس د دی ښه وخت او فرصت دی چی خپله پوره وسه وکړی، ځکه که په افغانستان کی مات شو نو ښایی چی ناټو هم په همدی حال پاتی نه شی.

جو بایډن د خپل دیموکرات گوند ملگری سناتور جان کیری او د جمهوری غوښتونکی سناتور چک هیگل سره تازه افغانستان، پاکستان، هند او ترکیی ته د سفر نه راستون شویدی.

ټاکل شویده چی دا دری واړه سناتوران نن په واشنگټن کی خبری کانفرانس ته د خپلو سفرونو په باره کی وغږیږی.

د یوه بل خبر په اساس، چارواکي وایې د افغانستان په ختیځ کې د سرک غاړی یوی بمي چاودنې یو پوځي موټر الوزولی او پنځه پولیسان یې وژلي دي.

په وژل شوو کسانو کې یو افسر، د هغه دوه زامن او دوه خوریینه چې ټول پولیسو وو، شامل دي.

دا پیښه د خوست ولایت په صبري اولسوالۍ کې شوی ده. چارواکو د برید پړه په طالب وسله والو اچولی ده.

په دغه هیواد کې د دوه کالو رادیخوا تاو تریخوالي زور اخستی او په دوه زره اوه کال کې یوازی دری زره کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG