د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ وایي د سوات سیمه د طالب پلوه جگړه مارانو د کنترول نه خلاصه کړې ده


د سوات سیمه چې په تیر مني کې مخالفو وسله والو نیوله وه، اوس د ژمی نه پس چې واورې ویلي کیږي د پاکستان پوځ وایي د سیمې کنترول یې بیرته اخیستی دی.

بلخوا په مانسهره کې د یوې غیردولتي موسسې په دفتر حمله شوي ده.

د پاکستان پوځ وایي د تیرو دریو میاشتو کې یې د سوات سیمه د طالب پلوه جگړه مارانو د کنترول نه خلاصه کړې ده خو د سیمې د طالبانو د تحریک مشر ملا فضل الله اوس هم نه دی نیول شوی.

د دوشنبې په ورځ د پاکستان پوځې چارواکو په یوه هليکوپتر کې ژورنالستان د سوات هغو سیمو ته بوتلل چې د پاکستان لس زره کسیز پوځ د طالبانو نه نیولي دي.

د پوځ ویاند تورن جنرال اطهر عباس د خپلو عملیاتو په اړه ژورنالستانو ته وویل ”نوي فیصده سیمه تفصیه شوي ده، په یو نیم کې ځای اوس هم مقاومت شته خو ډیر ژر به هغه هم تصفیه شي."

په کال ٢٠٠١ کې مولانا فضل الله د افغانستان د طالبانو سره د مرستې لپاره د ورغلي لشکر قومندان وو او کله چې بیرته را ستون شو د سخت دریځه اسلام تبلیغ یې پیل کړ.

د تیر جولای په میاشت کې د پاکستان د حکومت پرخلاف د وسله وال جهاد اعلان وکړ. د پاکستان پوځ وایي د سوات په عملیاتو کې یولس عسکر، نولس ملکي خلک او ٢٣٠ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په سوات کې د پاکستاني پوځ عمومي قومندان تورن جنرال ناصر جنجوعه وايي عمومي عملیات پای ته رسیدلي دي او زیاته وي: ”د طالبانو د پاتي کسانو او د مشرتابه په لټه کې یو. دا ډیر مهمه وي چې څه وخت باید څه وشي. او یو قوي پلان لرو."

که څه هم پاکستان په سوات کې د پولیسو شمیر دوه چنده کړې دی خو په دې پوهیږي چې دا جگړه یوازي او یوازي د سیمې د خلکو په مرسته گټلی شی او د طالبانو د ځپلو لپاره د هغوی په معلوماتو تکیه کوي.

خو په سوات د پوځ د بري د اعلان په ورځ په بل ښار گوټي مانسهره کې وسله والو په غیر دولتي موسسې برید وکړ او لږ تر لږ څلور تنه مامورین یې ووژل او اته نور یې ټپیان کړل.

د پلان انترنیشنل په نوم د موسسې چارواکې وایي دولس تنه وسله والو په دفتر برید وکړ، لومړی یې هر لوري ته ډې وکړې او وروسته دری چاودنې وکړې چې د دفتر ودانی په بشپړه توگه ویجاړه کړه.

په همدې ډول پرون په راولپنډی کې د پاکستان د پوځ جگپوړې چارواکی برید جنرال مشتاق احمد بیگ، د خپل ساتونکی، ډریور، او پنځه تنه ملکیانو سره یو ځای په یو ځانمرگي برید کې ووژل شو.

اسلام آباد ته ډیر نژدې د راولپنډی ښار د پاکستان د پوځ مرکز بلل کیږي او په نسبتاً ارام ډول د ترسره شویو هغو انتخاباتو نه وروسته چې دموکرات گوندونه په کې بریالي شول، په دې ښار کې د پوځ د جگپوړي چارواکي وژل کیدو چارواکې اندیښمن کړي دي.

په امریکا کې هم د پاکستان وضعیت ته په کتو ددې هیواد په اړه د پالیسي د بدلون سپارښتنې کیږي.

د سنا د باندنیو اړیکو د کمیټې رئیس سناتور جو بایډن په واشنگټن کې پاکستان سره د مرستو په اړه وویل: "زه په دې باور یم چې مونږ باید ملکي مرستې دری چنده کړو، او تقریباً لس کاله ادامه ورکړو. دا پیسې باید په ښوونځیو، سړکونو روغتونو ولگوو.

ددې کلنی مرستې سربیره نوي حکومت ته د دموکراسی د جایزې په توگه د کار د پیلولو لپاره پیسې ورکړو، د اسلام اباد سره په دې کې مرسته وکړو چې خپل پروگرام شمال غرب ولایتونو ته وغزوي."

د پوځ سره د مرستو حسابو وغواړو. مونږ هر کال پاکستان ته یو میلیارد دالر د یوې داسي جگړې لپاره ورکړې دي چې اصلاً هیڅ نه ده شوي.

XS
SM
MD
LG