د لاس رسي وړ اتصالات

د نواز شریف گوند وایی په کابینه کی به گډون و نه کړی


د پاکستان د پخواني صدر اعظم نواز شریف گوند وایی چی د بینظیر بوتو د پیپلز پارټۍ ملاتړ کوی، مگر د پاکستان په نوي حکومت کی به گډون ونه کړی.

د پاکستان د مسلم لیگ نواز د گوند یو مشر چودري نثار علي خان وایی چی ددې گوند غړی ددې سره مخالف دي چی د جمهور رئیس پرویز مشرف تر مشري لاندی د وفادارۍ لوړه وکړی.

هغه پرون په اسلام آباد کی په یوه خبري کنفرانس کی وویل د مسلم لیگ نواز گوند به د شپږو میاشتو د پاره د بوتو د پیپلز پارټۍ ملاتړ ته بیله شرطونو دوام ورکړی چی د پاکستان ستونزي حل کړای سی.

د نواز شریف د مسلم لیگ گوند په ملک کی آزاد عدلي سیسټم غوښتی دی او وایي چی جمهور رئیس پرویز مشرف باید استعفی وکړی.

د فقیدي صدر اعظمي بینظیر بوتو میړه آصف علی زرداری او پخواني صدر اعظم نواز شریف تیره هفته موافقه وکړه چی د ملي روغي جوړی په اساس حکومت جوړ کړی.

زرداري د دوشنبې په ورځ د وال سټریټ ژورنال د ورځپاڼي سره چی په امریکا کی چاپیږی په یوه مرکه کی وویل چی دده او نواز شریف د گوندونو ائتلاف به ونه کړای سی چی جمهور رئیس مشرف سوال جواب ته ور وغواړي او ددې په ځای به کوشش وکړی چی د هغه د مشرتابه سره د همکارۍ روابط قایم کړی.

XS
SM
MD
LG