د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو په سربي بوسنیایانو اوښکی بهونکي گاز استعمال کړ


د سه شنبې په ورځ پولیسو په هغو سربي بوسنیایانو اوښکی بهونکي گاز استعمال کړ چې د کوزو د ازادی پر ضد د مظاهری وروسته د امریکا قونسلگرۍ مخی ته راغونډ شوي وو.

په بنجالوکا کې تقریبا د لسو زرو کسانو د مظاهرې وروسته یوه وړه ډله جلا او د امریکا د قونسلگرۍ پر لور روانه شوه او د لاری په اوږدو کې یې د دوکانونو کړکۍ ماتی کړی او په هغو پولیسو یې د ډبرو گوزارونه وکړل چې په زري پوشونو یې سرکونه او کوڅی بندی کړې وی.

د پولیسو یو شمیر منصبداران د مظاهره کوونکو د تیږو د ورولو په وجه ټپي شوي وو، او پولیسو د هغوی د خورولو لپاره د اوښکې بهوونکي گاز نه کار واخیست. یو شمیر مظاهره کوونکي توقیف هم شول.

XS
SM
MD
LG