عیني شاهدان وایې په جنوبي وزیرستان کې په یو کور باندې د راکټ لگیدو له امله څه ناڅه لس کسان ووژل شوو او پنځه نور ټپیان شوو.
د سیمې اوسیدونکي وایې دغه توغندې نن سهار وختي یوې بې پیلوټه الوتکې فیر کړې. یو امنیتي مامور هم دا خبره کړې.
د پاکستان اردو دا برید ندی تائید کړی خو امریکایې بې پیلوټه الوتکو پخوا هم پر مشکوکو ترهگرو حملې کړې دي.
د یو بل خبر په اساس، د پاکستان د حکومت مخالفو گوندونو د جمهور رئیس پروېز مشرف خلاف خپل پالماني زور پرون په یوه میلمستیا کې د ١٧١ پالماني غړو په را ټوله ولو ښکاره کړ. او له مشرف څخه یې و غوښتل چې ژر تر ژره دې د نوي پارلمان غونډه را و غواړي.