د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حکومت 'په ټولو ٣۴ ولایتونو او اکثرو ولسوالیو باندی' کنټرول لری


افغان چارواکو د امریکا هغه ادعا رد کړې چی وایی د حامد کرزي حکومت یواځي د افغانستان دیرش فیصده په کنټرول کی لری.

د افغانستان د دفاع وزارت نن د پنجشنبې په ورځ یوه بیانیه خپره کړه او په هغې کی یې وویل چی د امریکا دا معلومات د واقعیت نه لیري دي او د افغانستان حکومت په ټولو ٣۴ ولایتونو او اکثرو ولسوالیو باندی کنټرول لری.

د امریکا د ملي استخباراتو رئیس مایکل میک کانیل پرون د امریکا د مشرانو جرگې ته وویل چی د افغانستان تقریبا شپیته فیصده د محلي قبایلو او لس فیصده د طالبانو په کنټرول کی دي.

امریکایي قواوي د یاغي طالبانو سره په تیره بیا د ملک په ختیځو او جنوبي سیمو کی په جگړو اخته دي.

په دې وروستیو وختو کی امنیتي قواو د هلمند په ولایت کی د موسی کلا د ولسوالۍ کنټرول بیرته تر لاسه کړی دی.

XS
SM
MD
LG