د لاس رسي وړ اتصالات

دبریتانی شهزاده  هاری له افغانستان نه را ایستل شویدی


شهزاده لس هفتی په پټه خپله وظیفه اجرا کوله . دبریتانی مطبوعاتو موافقه کړی وه چې دهغه دوظیفی په باره کې به رپوټونه نه خپروی مگر کله چې په یو امریکائې ویپ سائټ کې دهغه په باره کې معلومات خپاره شول نو هماغه وچې په لندن کې ددفاعی چارو ماموران مجبور شول چې دغه اقدام وکړی . دچټکی ارزیابی نه وروسته پریکړه وشوه چې شهزاده هاری له افغانستان نه را اوباسی او بریتانی ته ئې راولی څو دی اودهغه قطعه به دطالبانو هدف نشی .

په هلمند کې دهغه قوماندانانو دی دهغو کسانو په کتارکی دریم کس یادکړچې دبریتانی تاج ته په کتارکې ولاړدی په داسی حال کې چې دی یو نمونه عسکردی او صدراعظم گورډون برون وائې، هغه خپله وظیفه په ښه شان سرته ورسوله. ښاغلئ برون وائې: ١ زه فکرکوم چې هرڅوک غواړی له ده او زموږ له ټولو هغو قواو نه چې وظیفه سرته رسوی مننه وکړی چې په زړورتیا، په مسلکی توگه اووفاداری سره خپله وظیفه اجرآکوی . په لومړی سرکې پلان داسی و چې هغه به ددرو میاشتو لپاره وظیفه اجراکوی .

مگر دبریتانی ددفاع وزیر دیس برونی وائې، تل داتفاهم موجود و چې کله چې دهغه په باره کې معلومات خپاره شی نو کیدای شی چې دهغه سفر لنډ شی . هغه وائې: ٢ لیکن دا یوه مآیوسه کونکی خبره ده چې دده په باره کې پدی طریقه معلوما ت خپاره شول ، موږ توقع لرله چې ښائې همداسی وشی . ددغه احتمال لپاره پلان موجود و.دده قوماندانانو پلان لاره چې که دده په باره کې رپوټونه خپاره شی نو دوی باید ډاډ ورکړی چې هغه صحیح سلامت وساتی او هغه څو ک چې دده سره کارکوی هغوی هم باید وژغورل شی .

که څه هم چې هاری دپوځ سره مینه لری خودا مشکله ده چې وویل شی چه هغه به بیا په څیرمه جبه کې وظیفه سرته ورسو او که نه . دی به یوازی دخطر سره مخامخ نوی بلکه دده په شاوخوکې کسان به هم ورسره مخامخ وی . دبریتانی اوه زره اته سوه عسکر اوس په افغانستان کې دیره دی چې دا دناټو ترټولو لوی دوهمه قطعه ده . اکثره دغه عسکر دافغانستان په جنوب کې دیره دی چې دطالبانو پلویان پکې زیات دی .

XS
SM
MD
LG