د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس بش وايي د نسخوي درملو نه ناوړه گټه اخستنه په زیاتیدلو ده


جمهور رئیس بش وايي په امریکا کې د ځوانانو لخوا د نسخوي درملو نه ناوړه گټه اخستنه په زیاتیدلو ده ځکه اوس ډیره اسانه شویده ده چې دوی په انترنت کې هغه درمل راونیسي چې اعتیاد منځ ته راوړي. جمهور رئیس بش په دغې ستونزې باندې په خپله اونیزه راډیويي وینا کې خبرې وکړې او په لړ کې یې د ٢٠٠٨ کال لپاره د درملو ستراتیژي هم خپره کړه.

جمهور رئیس بش وویل چې دی به د کانگرس سره په گډه کار وکړي تر څو د انترنت له لیارې د معتاد کونکو درملو د ناوړې خرڅلاو مخه ونیسي. ده وویل چې نا اهله ډاکتران او فارمسستان ددغه ناوړه کار نه گټه پورته کوي. جمهور رئیس بش وویل چې د نسخوي درملو نه د ناوړې گټه اخیستنې اندازه او له دې نه د ځوانانو مړینه په دې وروستیو کلونو کې زیاته شویده. ده وویل چې په مقابل کې د هغو ځوانانو مړینه چې ناوړه درمل استعمالوي د ٢٠٠١ کال په پر تله لږه شویده.

XS
SM
MD
LG