د لاس رسي وړ اتصالات

مشکوکو یاغی طالبانو د موبائل تلیفون دوه برجونه تباه کړیدی


افغان پولیسان وائې، مشکوکو یاغی طالبانو د افغانستان په جنوب کې دموبائل تلیفون دوه برجونه تباه کړیدی. افراطیانو پرون د شنبی په ورځ ناوخته په کندهار کې دموبائل تلیفون برج تباه کړچې د روشن په نامه دتلیفون دشرکت پوری ئې ارتباط لاره.

دوی د جمعی په ورځ سهار وختی هم په کندهار کې داریبا‏‏(‎AREEBA‏)‎ په نامه د تلیفون د شرکت یوبرج الوزولی وو.

پولیسان وائې، احتمال لری چې دا کار طالبانو کړی وی ځکه چې ددغې ډلې نطاق تیره هفته گواښ کړی وچې که دغه شبکی دشپی له خو ا خپل فعالیت بند نکړی نو دوی به د افغان ټلیکمیونکیشن برجونه والوزوی.

طالبان ویریږی چې په افغانستان د امریکا او نوری خارجی قواوی د موبائل تلیفون له سیگنلونونه کاراخلی چې دیاغی طالبانو څرک ولگوی.

د یود پاسه ددوه زرم کال نه را پدی خوا، په افغانستان کې موبائل تلیفونه رواج شویدی او اوس په هیواد کې د ارتباط اصلی وسیله ده.

طالبان هم دموبائل تلیفون نه کاراخلی او لدی لاری نه دمطبوعاتوسره تماس نیسی. د ټلیکمیونکیشن ماهران وائې، امریکائې پوځ بی لدی چې ددغو شبکو له سیگنلونونه کار واخلی، مصنوعی سپوږمیونه کار اخلی.

طالبانو د تلیفون شرکتونوته په تیر وخت کې گواښ کړی واودا تورئې ورباندی لگولی وچې په افغانستان کې دخارجی قواو سره همکاری کوی.

XS
SM
MD
LG