د لاس رسي وړ اتصالات

ځانمرگی برید کونکی په پاکستان کې ٣٥ تنه وژلی دی


په پاکستان کې د امنیتی چارو ماموران وائې، یو ځانمرگی برید کونکی لږترلږه ٣٥ تنه وژلی او په لسگونو تنه نورئې زخمیان کړیدی.

دا حمله په صوبه سرحد کې دقبائلی مشرانو په یوه غونډه باندی شویده. د امنیتی چارو مامورانو نن د یکشنبی په ورځ وویل، دغه حمله د صوبه سرحد په دره ادام خان کې د قبائلی مشرانوپه یوه غونډه باندی شویده.

په دغه غونډه کې په سلگونو کسانو کې برخه اخیستی وه. دا غونډه دپنځو قومونو دمشرانونه جوړه شوی چې غوښتل ئې په دغه سیمه کې دامنیت په وضع باندی خبری وکړی.

د حکومت یو ماموروائې، په غونډه کې دا موافقه شوی وه چې د افراطی مسلمانانو په خلاف دی مبارزه وشی. ددغې حملی مسؤلیت تراوسه پوری هیچاندی اخیستی.

دا دریمه حمله ده چې په تیرو دروورځو کې په صوبه سرحد کې کیږی. یو ځانمرگی دجمعی په ورځ دسوات دناوی په منگوړه کې د پولیسو د یو قوماندان دجنازی په وخت کې حمله کړی وه.

په دغه حمله کې څه دپاسه څلویښت تنه وژل شوی وو. د پاکستان دپوځ او افراطی طالبانو ترمنځ د جنوری په میاشت کې په دره ادام خان کې سخت جنگ شوی وچې په دغه سیمه کې ئې یو تونل هم نیولی و.

XS
SM
MD
LG