د ایران جمهور ریس محمود احمدی نژاد ویلی دی چی د امریکا په مشرئ د ایتلاف قواوی باید د عراق نه ووځی. او ویلی دی چی امریکا سیمی ته د تروریزم د راوړلو او تباهئ د خورولو مسوله ده.
نن په بغداد کی یو خبری کانفرانس ته د وینا په وخت هغه ویلی دی چی نن نه شپږ کاله وړاندی، په بغداد کی هیڅ تروریزم نه و.
هغه ویلی دی چی غربی قوتونه باید د چارو واک د سیمی خلکو او حکومتونو ته وسپاری.
پرونه د یکشنبی په ورځ د ایران جمهور ریس د بغداد په شمالی برخه کی خادمیه په سیمه کی د شعیه گانو د امام موسی خادم زیارت ته ورغلی و.
ده پرون د عراق جمهور ریس جلال طالبانی سره هم لیدلی وو. هغوی دا سفر د دواړو همسایه ملکونو تر منځ د مناسباتو په لړ کی یو مهم باب یاد کړیدی.
ښاغلی احمدی نژاد د عراق د صدر اعظم نوری المالکی سره هم لیدلی. او دواړو د سیمی نه د ترورستی ډلو د ویستلو په سر خبری کړیدی.
خو د ایران جمهور ریس دا هم ویلی دی چی امریکا پخپله دلته تروریزم د خوریدو مسوله ده، او دا تورونه یی رد کړل چی گنی ایران د هغه شعیه ډلی روزی یا وسلی ورکوی چی په عراق کی امریکاییان او عراقیان وژنی.