د لاس رسي وړ اتصالات

په لاهور کې د یوه انتحاري بم په چاودنه کې، پنځه تنه وژل شوي دی


پاکستاني چارواکي وایی د پاکستان په شرقي ښار لاهور کې، د یوه انتحاري بم په چاودنه کې، پنځه تنه وژل شوي او نو لس لس نور ټپي شوی دی.

مامورین وایی دوه انتحاري بم چونکو د پاکستان د سمندري جنگ پوهنتون مخی ته د موټرونو د دریدو پر ځای کی ځانونه والوځول.

د لاهور د ښار د پولیسو قوماندان، ملک محمد اقبال، وایی لومړی بم چونکي چاودیدنکی مواد دروازی ته نږدی وچول، تر څو د دروازی په له منځه تللو، دوهم بم چونکی ته د ننو تلو لاره خلاصه شي.

تر اوسه دا معلومه نده چی دا حمله د چا له خوا شوی ده.

په یوه بل خبر کی، د امریکا د پوځي قواو لوړ رتبه چارواکی د تروریزم سره د مبارزې د پاره، پاکستان ته تللی.

ټاکل شویده چی د امریکایی هیات رئیس، مایک ملن، د پاکستان د جمهور رئیس، پرویز مشرف او نورو پوځی مشارنو سره، لیدنه کتنه وکړي.

XS
SM
MD
LG