د دوشنبې په روځ، پاکستاني چارواکو هغه هندي تبعه له بند نه خوشی کړ چې پنځه دیرش کاله یی په زندان کی تیر کړی و.
د کوټ لکپت په نوم د پاکستاني زندان مشر جاوید لطیف وویل کشمیر سنگ چی اوس شپیته کاله عمر لري او د جاسوسی په تور نیول شوی و، د لاهور د ښار د زندان نه خوشی شو.
سنگ به نن د خپلی کورنۍ د غړو سره د هند په واگه نومې سیمې کې چې د هند او پاکستان تر منځ سرحدي سیمه ده، یو ځای شي.
پاکستان اوهند د برتانیې نه دخپلې ازادۍ د تر لاسه کولو نه وروسته تر اوسه پورې یو بل سره درئ ځلې جنگ ته دریدلي دي.