د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د مخدره کښت، په کال ٢٠٠٧ کی 'زیاته شوې وه'


د ملگرو ملتونو د مخدره موادو د کنټرول بین المللی هیات وایی په افغانستان کی د مخدره کښت او کرونده په کال ٢٠٠٧ کی تر بل هر وخت زیاته شوې وه، سره له هغه چی د مخدره موادو د له منځه وړلو دپاره نړی وال کوښښونه روان وه.

د ملگرو ملتونو ددغه هیات کلنی رپوټ وایی د اپیمو کښت اوه لس فیصده زیات سوی وو، او د اپیمو تولیدات په تېر کال کی ٨٢ زره ټنو ته ورسېدی.

دغه رپوټ وایی افغانستان د نړۍ د غیر قانونی مخدره موادو ٩٣ فیصده تولیدوی. د دغو موادو د تولید لوی مرکز د هلمند ولایت دی.

د ملگرو ملتونو د مخدره موادو او جنایاتو د مخنیوی اداره وایی فکر کېږی چی دغه غیر قانونی مخدره مواد د طالبانو د عایداتو یوه مهمه منبع وی.

دغه اداره وایی د افغانستان د مخدره موادو تجارت ډېر پر مخ تللی دی او ډېر زیات اپیم په هیواد کی دننه په هیرویینو تبدیدلوی.

XS
SM
MD
LG