د لاس رسي وړ اتصالات

د اصف زردارى خلاف د رشوت څلور دوسېې ختمى شوې


د پاکستان ېوې محکمی نن د پاکستان د پخوانئ صدر اعظمی بېنظېر بوټو د مېړه اصف زرداری په خلاف د اختلاس او رشوت خورئ څلور دوسېې ختمی کړی او د هغه ضبط شوی جاېداد ېې هم ازاد کړ.

د اصف زرداري مدافع وکېل فاروق ناېک ووېل چه د هغه په خلاف دوه نوری دوسې به هم نن ناوخته د محکمی له خوا غور وشی.

اصف زرداری د رشوت خوړلو او ېو شمېر نورو جناېې اعمالو د سر ته رسولو په تور پوره اته کاله په زندان کی تېر کړی دی.

په هغه باندی دا الزامونه هغه وخت ولگېدل چه دې د مېرمن بوټو په حکومت کی وزېر ؤ ښاغلي زرداري ټول لگول شوی تورونه رد کړی ؤ او واېې چه ددغو الزامونو د لگول تر شاه د پخواني حکومت سېاسی انگېزه موجود وه.

اصف زرداری اوس د خپل نورلس کلن ځوی سره ېوځای د پاکستان د خلکو د گوند شرېکه مشری په غاړه لری.

XS
SM
MD
LG