د لاس رسي وړ اتصالات

د کال ١٩٥٣، مالینکوف د شوروی د کمونیسټ گوند د عمومی ریس په حيث وټاکل سو


د کال ١٩٥٣ د مارچ پر شپږمه، د شوروی اتحاد د اوږدې مودې دیکتاتور، جوزف ستالین له مرگ څخه وروسته، گیورگی مالینکوف، د هیواد د صدراعظم او د کمونیسټ گوند د عمومی په حيث وټاکل سو.

د مالینکوف د قدرت زمانه ډېره لنډه وه، او په څو هفتو کی نیکیتا خروسچیف، د هغه پر ضد د سیاسی او پوځی مشرانو یو ایتلاف جوړ کړ، او د مالینکوف څخه یې د گوند د عمومی منشی مقام واخیست.

د کال ١٩٥٥ د فبروری په میاشت کی همدغی ډلی مالینکوف د صدارت له مقام څخه هم لیری کړ او د هغه پر ځای باندی د خروسچیف طرفدار نیکلای بولگانین، صدراعظم سو.

مالینکوف دغه عمل ډېر په غوسه کړ او په کال ١٩٥٧ کی یې د خروسچیف د پر زولو دپاره په یوه دسیسه کی برخه واخیستله. کله چی هغه دسیسه ناکامه سوه، نو دی د ټولو حکومتی مقاماتو څخه برطرفه او له گوند څخه اخراج سو.

مالینکوف ته نوره سزا ورنه کړه سوه او په عوض کی د اوبو د برېښنا د یوې فابریکې د مدیر په حيث قزاقستان ته واستول سو او په کال ١٩٨٨ کی هلته مړ سو.

مالینکوف د جوزف ستالین د دیکتاتوري حکومت او د نیکیتا خروسچیف د نسبتا اعتدال خوښونکي څکومت ترمنځ یو انتقالی شخصیت وو.

خروسچیف بالاخره د اکثرو هغو اصلاحاتو ملاتړ وکړ چی په لومړي سر کی مالینکوف طرح کړي وه.

XS
SM
MD
LG