د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق امنیتی چارواکیو په بغداد کی  د پنجشنبی د ورځی په غبرگونو  چاودنو کی د مړیو شمیر څه نا څه ٦٨ ښودلی دی.


پولیسو ویلی چی په دی چاودنو کی چی یو څو دقیقی یو په بل پسی وشوی ،١٢٠ کسه زخمی شوی او په بغداد کی یی د کارادا په گاونډیتوب دوکانونه او موټر تباه کړیدی. په بغداد کی د امریکا د پوځ یوه صاحب منصب ډگروال الین بیتس چیلیت دغه حمله د عراق د خلکو پرخلاف یوه بی رحمه حمله وبلله.

دغه حملی په داسی حال کی کیږی چی په عراق کی تشدد له هغه وروسته کم شوی چی تیر کال دیش زره نور امریکایی عسکر عراق ته واستول شول. همدا شان د امریکا پوځ وایی چی تقریبآ دوه زره عسکر به د عراق نه راوباسی او په ځای به یی نور عسکر ونه لیږل شی. دغه دوه زره عسکر د هغو اضافی عسکرو په ډله کی ؤ چی تیر کال عراق ته د قبیلوی شخړو د مخنیوی په منظور لیږل شوی ؤ.

XS
SM
MD
LG