د لاس رسي وړ اتصالات

افغانانو خپل مظاهرو ته دوام ورکړی دی


په زرگونو افغانانو د اسلام د پیغمبر د کارټون او د هالنډ د پارلمان دیو محافظه کار وکیل د فلم په خلاف چې په راتلونکی وخت کې به خپورشی، مظاهرو ته دوام ورکړیدی.

په زرگونو افغان زده کونکو د ډنمارک په ورځپاڼو کې د هغه کارټون په خلاف مظاهره کړی چې د اسلام پیغمبر پکې ښودل شویدی چې دبم په ډول لونگو ټی ئې په سرکړیدی.

نن د یکشنبی په ورځ د جلال اباد په ښارکې مظاهره شویده.

مظاهره چیانو د ډنمارک د هغو ورځپاڼو چې دغه کارتون ئې خپور کړیدی او دهالنډ د پارلمان دیو محافظه کار وکیل د فلم په خلاف چې راتلونکی وخت کې به خپور شی، شعارونه ورکول.

رپوټونه وائې، په دغه فلم کې په قران شریف باندی اعتراض شویدی. دوی له افغانستان نه دډنمارکی اوهالنډ عسکرو دویستلوغوښتنه کول چې دناټو په مشری په افغانستان کې وظیفه سرته رسوی.

د شنبی په ورځ په زرگونو کسانو د هرات په ښارکې هم مظاهره کړی وه.

مسلمانان د اسلام د پیغمبر عکس ویستل اسلام ته سپکاوی گڼی. دغه کارتون چې د ډنمارک په ورځپاڼو کې خپور شویدی یو له هغو دولسو کارټونونه دی چې په دوه زره شپږم کال کې د لومړی ځل لپاره د ډنمارک ورځپاڼو خپور کړی و او په درسته اسلامی نړۍ کې بلواگانې راپارولی وی.

تیره میاشت د ډنمارک یو شمیر ورځپاڼو دغه کارټون بیا خپور کړ.

پولیسانو وویل، دوی یوه توطئه کشف کړه چې منظورئې دکارټونست وژل وو. ورځپاڼو دغه کارتون د کارتونست په طرفداری خپور کړیدی.

XS
SM
MD
LG