د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کی یوی ځان مرگی ښځی دری تنه وژلی دی


په عراق کی مقامات وایی چی یوی ځان مرگی ښځی د دلایه په ولایت کی، یو قبایلی مشر د کور مخی ته ځان په بم الوزلی دی او د هغه په شمول یی دری تنه وژلی دی.

د پولیسو وینا ده چی دی ښځی هغه وخت ځان پوری تړلی بمونه والوزول، چی کله د منطقی یو مهم مشر شیخ غدبان الکرخی د هغی د لیدو دپاره د کور نه راووتو. په دی چاودنه کی د نوموړی مشر یو خپلوان او یو محافظ هم وژل شویدی.

د القاعده ډلی پخوا هم عراق کی د ښځو نه په ځان مرگی بریدو نو کی کار اخیتسی دی.

د یکشنبی په ورځ د امریکا فوځ ویلی چی په عراق کی د وروستیو بمی چاودنو نه دا نه څرگندیږی چی دلته بیا تشدد په زیاتیدو شویدی.

په بغداد کی د امریکا د فوځ یو نطاق ویلی دی چی اوسنئ پیښی باید د تیر کال د پیښو سره مقایسه شی او بیا یوه نتیجه تر ویستل شی.

په عراق کی په مجموعی توگه د هغی ورځی نه د تشدد پیښی یو اندازه را کمی شویدی چی کله تیر کال د جون په میاشت کی دیرش زره نور عسکر عراق ته واستولی شو.

بلخوا، د عراق مهم شیعه مشر، مقتدا لصدر خپلو ط‏رفدارانو باندی غږ کړی و چی باید خپل د مهدی ملیشه د وسلی ډلی نه په یوی خیریه قوی باندی بدله کړی.

مقتدالصدر د تیر اگست په میاشت کی د اوربند اعلان کړی و او بیا د فروری په میاشت کی د شپږو نورو میاشتو دپاره اوږد کړو او اساسی سبب یی د تشدد په پیښو کی کمی ښودل شویدی.

خو د دی با وجود هم چی په عراق کی کومی پیښی د القایده سره مربوطی یادی شویدی په دی څو هفتو کی یی په درځنو خللک وژلی دی.

XS
SM
MD
LG